د سټنډرډ ملي ادارې یو ځل بیا خبر ورکړی، چې ایران ته یې ۲۳ ټانکره نور بې کیفیته تېل ورګرځولي دي. دغه ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې يې یاد ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.