د افغانستان بانک رییس د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزماري دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او مالي او بانکي سکټور په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې کتنه ویلي، د نړېوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفې اغېز کړی، چې تر ټولو ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی. هغه ویلي، د دې بندیزونو له کبله د نړیوالو مالي او بانکي سیسټمونو سره د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی او د خلکو د پېر ځواک یې کمزوری کړی دی. د افغانستان بانک رییس له نړیوالو بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور خلاصون د بشر حق یاد کړی او دایې د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.