د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په مختلفو سیمو کې یې د بېلابېلو همکارو ادارو پرمټ شاوخوا زر هکټاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي. د کرنې ریاست وايي، دغه ځنګلورنه په تڼيو، موسی خېل او ځاځي میدان ولسوالیو کې بیا احیا شوي. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر کمال الدین وايي، تېر کال یې زیات شمېر نوي مثمر او غیر مثمر نیالګي کینولي او د شته ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ به یاده لړۍ روانه وساتي.