د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال هېواد کې څه باندې درې زره ماشومان پر شري ناروغي اخته شوې دي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په کور دننه د بېځایه شویو شمېر لوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو د زرګونه افغانانو بېرته راستنېدو، روان کال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو اصلي لاملونه دي. د بېپولې ډاکټرانو سازمان هم تېره ورځ ویلي، د روان میلادي کال د لومړیو څلورو میاشتو پرمهال یې افغانستان کې د دغه سازمان د درملنې مرکزونو کې پر شري اخته شاوخوا ۵زره پېښې ثبت کړي دي. کابل کې د ماشوم د روغتیا اندراګاندي روغتون ډاکټران هم وايي، د وروستیو درېوو میاشتو پرمهال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو کچه ۹۰سلنه زیاته شوې.