د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د یوه معاري روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد روغتیايي مرکز د افغانستان د سرپرست حکومت له داخلي بودیجې څخه د عامې روغتیا وزرات له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د دغه روغتیايي مرکز په مرسته به د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده حل شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د هېواد ټولو سیمو ته د معاري روغتیايي خدمتونو د رسولو ډاډ ورکړی و.