د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له هټیو راټول کړل شوي شل ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د بې کیفیته، تقلبي او تاریخ تېره توکو د تولید او تورید د مخنیوي کمیسیون او اړوندو اداراتو په مرسته د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ ټنه بې کيفيته، تقلبي او تاریخ تېره خوراکي، غیر خوراکي او درملیز توکي راټول شوي وو، چې ټول وسوځول شول. په ورته وخت کې بیا د یاد ولایت د خوړو او درملو آمر ویلي، چې د یادې ادارې له لوري د تېرو ۴۵ ورځو په ترڅ کې د ۱۹۹۷ قلمه تاریخ تېره او بې کيفيته درملو ترڅنګ په زیاته اندازه تاریخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکي هم راټول کړي دي.