د قطر د سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په ډڼد ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په اړینو وسایلو سمبال دغه مرکز د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې رغول کېږي. دغه راز د افغاني سرې میاشتې مرستیال عبد اللطيف ثابت، د قطر هېواد د سرې میاشتې د استازي دکتور محمد صالح ابراهيم او په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د مسوول احمد العثماني ترمنځ د کندهار د افغاني سرې میاشتې په سيمه ييز دفتر کې ناسته ترسره شوه. ورته مهال د قطر هېواد د سرې مياشتې استازي دکتور محمد صالح ابراهيم ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت په درېیمه ناحيه کې به هم نوی روغتیايي مرکز جوړ کړي او تر راتلونکو درې کلونو پورې به د شته روغتیایي مرکزونو ټول اړین توکي او تجهيزات چمتو کوي.