د نورستان د برېښنا کوټ امریت له لوري د پارون برېښناکوټ د ساتنې او استحکام په موخه د کانال د بیارغونې او استنادي دېوال د جوړونې چارې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د برېښنا امریت یو مسوول انجنیر پوهان حسني ویلي، چې د سیند له اوبو څخه د برېښنا کوټ د خوندي کولو لپاره د ۹۰ مترو په اوږدوالي او ۳،۷۰ مترو په لوړوالي د ۸،۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یو استنادي دېوال او کانال د جوړولو چارې پیل شوي، چې په ۴ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، یاد برېښناکوټ اوس د یو میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې د دولتي ادارو سربېره یې د پارون بازار نږدې کورنۍ هم ۲۴ ساعته له برېښنا څخه برخمنې کوي. مسوولین وايي، چې د برېښنا مزي به نورو کلیو ته هم وغځول شي، چې له دې سره به ۱۲ سوه کورنۍ له برېښنا برخمنې او ورسره به عواید دوه برابره نور هم لوړ شي.