د پنجشېر ولایتي چارواکي وايي، چې یوې ازادې داوطلبۍ له لارې ۳۳ زره ۸۱۹ قیراته زمرد پر ۲۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول او ترڅنګ يې په لومړي ځل په دې ولایت تازه استخراج شوي یاقوت هم سوداګرو پر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو وپېرل. د دغه ولایت مسوولین وايي،چې په دې وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم دې ولایت ته ورغلي او د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ترې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. دغه راز یو شمېر کورنیو سوداګرو د پنجشېر ولایت د کرومایټو ډبرو د قانوني استخرج لپاره د دغه ولایت له والي سره ناستې کړي او پانګوالو په نږدې راتلونکې کې پرې د کار پیلولو ډاډ ورکړی دی.