د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د کانال پر ځمکه د کرل شویو غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. سږ کال په ننګرهار کې د کانال پر شاوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه غنم کرل شوي، چې له جملې یې، پنځم زره جریبه ځمکه د شرکتونو له لوري، او پاتې نوره ځمکه یې کانال ریاست په خپلو لګښتونو کرلې، چې سږ کال به د اټکل له مخې نږدې یو نیم سل ټنه حاصلات ورکړي. د کانال کروندګر بیا خوښ دي، چې خواریو یې ځای نیولی. دوی د سرپرست حکومت له لوري د ځمکې پراختیا ته هم خوښ دي، چې په خبره یې سپېرې دښتې یې په ښېرازه ځمکو واړولې.