د راپورونو له مخې د قزاقستان ولسشمر قاسم جومارت توکایف د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. توکایف زیاته کړې، چې له یو انساني ناورین څخه د مخنیوي او اوږدمهالي ټيکاو رامنځته کېدو لپاره د هڅو دوام اړین دی. نوموړي دغه راز اقلیمي بدلون ته د هېوادونو پر ځانګړې پاملرنې ټينګار کړی دی. د قزاقستاني ولسمشر په خبره، له طبیعي اپتونو سره د مبارزې لپاره د شانګهای همکاریو سازمان په کړنلارو کې د سمونې اړتیا شته. د یادولو وړ ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غويي پر ۳۱ او د غبرګولي پر لومړۍ نېټه افغانستان کې له ټيکاو سره د مرستې په تړاو خبرې اترې کړې دي.