د غزني ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د نوآباد ښارګوټي په مربوطاتو کې د ۴ ترانسفارمرونو په نصبولو سره ۱۱۲۵ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده. د یاد ولایت د برېښنا رییس رسنیو ته ویلي چې دغه ترانسفارمرونه هر یو د ۴۰۰ کیلو ولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د سیمې د اوسېدونکو له مالي ملاتړ او د یاد ریاست په همکارۍ نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې پر یادو ترانسفارمرونو ۱۸ میلیونه ۷۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او ټول د سیمې د اوسېدونکو لخوا ورکړل شوی دی.