د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر اړوند نایب اباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو د برابر سوداګریز مرکز، جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. دې غونډه کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د جلال اباد ښار وچ ډنډ سیمه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته استول شوې ده.