د اروزګان د عامې روغتیا ریاست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې ۳ روغتیايي مرکزونو ته د طبي وسایلو د وېش خبر ورکړی دی. د اروزګان مرستیال والي ویلي چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د چنارتو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته کړې ده.