د راپورنو له مخې د ایټالیا د فلورانس پوهنتون او د وینټو مرستندویه موسسې مسوولینو د بامیانو ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د اړمنو او په خېمو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړوي. د مالوماتو له مخې دغه کورونه د باميان ولایت په مرکز کې د ۳۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي. د وينټو موسسه د کورونو د جوړولو تر څنګ د باميان په مرکز کې د زرګران ښارګوټي د بيا جوړولو پلان هم لري. په دې پلان کې د ښار دننه د څاګانو، کوڅو او سړکونو جوړول شامل دي. د کور جوړولو پروژه به د ایټالیا د حکومت په مالي مرسته او د بامیان ولایت د ښار او کور جوړونې ریاست تر څارنې لاندې پلې شي.