د پاسپورټ رياست خبر ورکړی، چې په کابل کې د پاسپورټ لوی ریاست په اډانه کې، د جوړېدونکو ۳ څانګو تخنیکي او اداري چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به د مراجعینو پرمخ پرانیستل شي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې په کابل کې د پاسپورټونو د نویو څانګو د جوړېدو موخه د پاسپورټ د وېش په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي، چې ددغو نويو څانګو په خلاصېدو سره به د هېوادوالو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او د پاسپورټ غوښتونکو لپاره به د اسانتیاوو تر څنګ چارې به یې لا نورې هم ورسره ګړندۍ شي. د چارواکو په خبره، په یادو څانګو کې ټولې لازمې اسانتیاوې لکه، انتظار ځایونه، جوماتونه او مېرمنو لپاره جلا کاري څانګې په پام کې نیول شوي دي.