د افغانستان بانک وایي، چې د دغه بانک یوه لوړ پوړي پلاوي د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په نړیوال کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره مالیزیا ته سفر کړی. یاد بانک زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د مالیزیا د مرکزي بانک لخوا په جوړه شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي بانکوالۍ اړوند د نړیوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د نړیوال پوهنتون، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سرهم کتنې تر سره کړي.