د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي دي. د دې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خلک د هرڅه تر بایللو وروسته هڅه کوي، چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او خپل کورونه جوړ کړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، دوی له خپلو شریکانو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې دي او سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسوي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د روانې میلادي میاشتې په سېلابونو کې ۵۴۰ تنه مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي.