د دایکنډي د اشترلي ولسوالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۹ کیلومتره سړک د جوړېدو خبرورکړی دی. د یاد ولایت د اشترلي ولسوال عبدالسلام مزمل ویلي چې دغه سړک د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالی او ۵ مترو په سور سره له دهن ګردیش کلي څخه تر خدیر قلعه پورې د خلکو په مالي ملاتړ او د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د یو میلیون ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.