د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، شته روغتیايي مرکزونه د اوسني نفوس اړتیاوې نه شي پوره کولی نو اړینه ده، چې خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو لپاره نور روغتونونه جوړ شي. قلندر عباد په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، کوم روغتونونه چې اوس مهال هېواد کې فعالیت کوي، معیار یې پخوانی او ظرفیت یې هم د لسیزو مخکې نفوس لپاره په پام کې نیول شوی و. عباد زیاته کړې، د نویو روغتونونو لپاره یې د بشري قوې پر روزنې هم فکر کړی دی.