د هرات د تورغونډۍ بندر د کمیسارۍ مسوولین وايي، د تېر په پرتله سږکال له دغې لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې. د تورغونډۍ د کمیسارۍ مشر حضرتاغا وايي، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي چې تېر ته په پرتله زیاتوالی ښيي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مدیر محمد یوسف امین وايي، د تورغونډۍ بندر له لارې تر ډېره له روسیې، قزاقستان، اوزبکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه توکي افغانستان ته واردېږي. نوموړی وايي، د سرپرست حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د تورغونډۍ بندر له لارې بهر ته د افغان سوداګرو د توکو په صادرولو کې زیاتوالی راغلی دی.