د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لومړنی ټرانزیټي اورګاډی له ۴۰ ورځو وروسته نن د ترکیې وان ښار ته ورسېد. دغه اورګادی چې د غویي میاشتې په لومړۍ نېټه ایران ته رسېدلی و؛ د افغانستان تولیدات ترکیې او اروپا ته لېږدوي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه اورګاډي کې یو زر سل ټنه معدني ډبره بار وه، چې د ایران د روزنک اورګاډي تمځي کې درول شوی و.