د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقري د ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور لپاره، بولۍ ترسره شوه. یاده اندازه خام نفت چې ټولییز ارزښت یې، له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه زیات دی، داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه د یما پټرولیم شرکت مسوولینو په لوړ قیمت و پېرل. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د قشقرې د خام نفتو د پلور داوطلبۍ په مراسمو کې وویل، دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو. نوموړی وايي، چې یما پټرولیم شرکت د قشقري د خامو ۶۰ زره ټنه نفتو په داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه په لوړه بیه یاده اندازه نفت وپېرل.