په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا خبر ورکړی، چې د دغه سازمان د خوړو پروګرام د مې په میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښوونځیو کې پر څه باندې ۷۵۰ زره هلکانو او نجونو خوراکي مواد وېشليدي. د اوچا په خبره دا خواړه د ښوونځیو زده کونکو سره مرسته کوي چې فعال پاتې شي او خپل درسونه ښه زده کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام په وینا، شاوخوا څلور میلیونه ښځې او ماشومان به په ۲۰۲۴ کې د شدیدې خوارځواکۍ څخه اغېزمن شي.