د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رییسې مریلا لودا سره کتلي او په بامیان ولایت کې یې د خلکو د ښاري ژوند په اړه خبرې کړې دي. مریلا لودا په دغه کتنه کې ویلي، غواړي په بامیان ولایت کې دوه پروژې پلي کړي، چې لګښت یې درې سوه زره ډالر کېږي او د ایټالیا هېواد له لوري ورکول کېږي. نوموړې زیاته کړې، چې د یادو پروژو لپاره يې پلانونه ترتیب کړي او د بیاکتنې او عملي کېدو په برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري. هغې همدارنګه ویلي، غواړي په بامیانو کې په سمڅو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړ کړي او د یاد ولایت د زرګرانو سیمې لپاره یې د بهسازۍ پلان ترتیب کړی، چې په عملي کولو سره به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه والی راشي.