د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې، په خالبسات سیمه کې شاوخوا شپږ کاله وړاندې جوړ شوی دېرش بستريز روغتون تراوسه نه دی فعال شوی. دغه دېرش بستريز روغتون د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د اوسېدونکو سربېره د باک، تريزيو عليشېرو او ځاځي ميدان ولسواليو اوسيدونکو د ګټې اخيستنې لپاره جوړ شوی. د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د څو کلونو په تېريدو سره لا هم مسوولينو دغه روغتون نه دی فعال کړی او زیاتوي چې، د ياد دېرش بستريز روغتون فعالول ډېر اړين دي. د همدې سیمې یو تن ډاکټر ناصر وايي، د روغتون د نه فعالیدو له کبله ډېری وخت عاجل ناروغان تر ښاره په لاره کې ساه ورکوي. بل پلو د خوست د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله معصوم که څه هم دغه ستونزه مني خو وایي، د یاد روغتون د بیا ترمیم او پکې د خدماتو د پیل لپاره یې تر ډېره چارې نهایي شوي او په نږدې وخت کې به فعال شي.