د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې اروپايي ټولنه د افغان زدهکوونکو د خوراکي خوندیتوب پیاوړتیا په موخه، دغه بنسټ ته ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کوي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په دې سره به وکولای شي په فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، روزګان او زابل کې د څه باندې ۱۰ زرو ښوونځيو پر زدهکوونکو بیسکټ یا دودیز تولید شوي مغزي خواړه وویشي.د خبر پاڼې له مخې په څلورمو او شپږمو ټولګیو کې پر زدهکوونکو نجونې به نباتي غوړي او نغدې پيسې هم ووېشل شي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولې ویلي چې دغه بنسټ په ښوونځيو کې د تغذیې پروګرام شاوخوا دوه لسیزې وړاندې پېل کړی. د هغې په خبره، خوړو نړیوال پروګرام تېر کال له ۱.۵ میلیونه ماشومانو ملاتړ کړی او د مرستو په رسولو کې یې هم ډېره همکاري کړې ده.