د لوګر ولایت پلعلم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په تېر یوه کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارلي دي. په بشپړو شویو پروژو کې ورزشي سټېډیوم ته څېرمه کانالونه او پلچکونه جوړول، د بابوس ویالي سرته کانالونه، پلچکونه جوړول او جغلاچول، ښار کې د برښنا پایو نصبول، په ښار کې د اوبو د یوې ژورې څاهکېندل، د ښاروال څلور لارې او پلعلم ښار کې دننه پیاده رونه په پاخه او اساسي ډول جوړول شامل دي. پلعلم ښاروال زیاتوي، په پام کې ده چې په روان کال کې هم د شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښار داخلي سړکونه، کانالونه، پارکونه، د پارکونو کټارې او فلزي غرفي جوړې کړي.