د افغانستان بانک په هیواد کې بې جوازه صرافانو ته خبرداری ورکړی، چې خپل فعالیتونه ودروي. دغه بانک له نورو خلکو هم غوښتي چې له بې جوازه کړنو لاس په سر شي او خپل ناقانونه فعالیتونه ودروي. په افغانستان کې تر ډېره صرافي په تور بازار کې ترسره کیږي او له همدې لارې د ورځې له بهره افغانستان ته او له دغه هیواده بهر ته په سلګونو میلیونو افغانۍ ښکته پورته کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت په کابل او ولایتونو کې د صرافانو د کړنو د مخنیوي هڅې کړې خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې د دغه کار مخه ونیسي.