د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو خبر ورکړی دی. د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک سیمه کې د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. سرچینې ویلې چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د هغې سیمې ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ریاست مسوولینو ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د یاد ولایت په ۴ ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي چې سلګونه وګړي به ترې ګټه پورته کړي.