په بامیانو ولایت کې یوې متشبثې ښځې د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲۰ نورو ښځو ته د لاسي صنایعو او رسټورانټ په برخه کې د کار زمینه برابره کړې. بې نظیر ابراهیمي ویلي، له دې کوچنۍ پانګونې یې موخه د هغو مېرمنو لاسنیوی دی چې د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده. کارګرې ښځې له سرپرست حکومت غواړي څو له اقتصادي فعالیتونو یې د ملاتړ وکړي. په همدې حال د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه ولایت کې یې ځینې ننداتونونه په پام کې نیولي دي. دامهال بامیان کې زرګونه ښځې د لاسي صنایعو په تولید بوختې دي او د ژوند ډېری اړتیاوې د لاسي صنایعو پلور له لارې پوره کوي.