د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، روان کال کې به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو ۲۵ نوي سایټونه فعال شي. د پکتیکا د مخابراتو رییس وايي، چې د سرپرست حکومت له راتګ مخکې په پکتیکا کې د بیلابېلو مخابراتي شبکو ۹۵ سايټونو فعالیت کاوه، چې د خلکو اړتیاوې یې نشوای پوره کولی، ځکه خو یې د پکتیکا لپاره له وزارت څخه د لسمې پروژې غوښتنه وکړه. ورته مهال د ټکنالوژۍ امریت وايي، د نویو سایټونو چارې به په دوو پړاوونو کې ترسره شي، چې لومړنی پړاو یې د ودانیزو او دویم یې د تخنیکي چارو پيل دی.