د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړي. د دغه پروګرام چارواکي وايي، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډېرو خلکو ته زیانونه اوښتي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوي. افغانستان د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډیر زیانمن هېواد بلل کیږي. وروستیو سېلابونو او ورښتونو په شمالي او سوېلي ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړل.