د کابل په علي اباد روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات تر سره شول. په دغه روغتون کې د یو ناروغ د سرطان بشپړ او ډاډمن عملیات ترسره شو، چې په نورو هېوادونو کې پرې زیات لګښت راته. د نیک محمد په نوم کس چې د مرۍ سرطان درلود، ورور یې وايي، څو ځله پاکستان ته د درملنې لپاره تللی، خو له زیاتو لګښتو سره سره یې بیا هم روغتیا ونه مونده، خو اوس یې په یاد روغتون کې په کم لګښت کامیابه او ډاډمن عملیات ترسره شو. د کابل طبي پوهنتون اړوند د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو مرکز امر ډاکټر عبدالمنان باوري وايي، چې یاد ناروغ د مرۍ سرطان درلود چې پرون د علي اباد تدریسي روغتون کې د جراحي ټیم له لوري، ډاډمن عملیات ترسره شو او اوسمهال د ناروغ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. نوموړی وايي، اوسمهال د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات په کور دننه ترسره کېږي او له هېواده بیرون یې تګ ته هېڅ اړتیا نشته.