د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۱۷ مې ناحیې د ۴۱م ګذر اړوند د نجات مېنې ښارګوتي د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره دا کوڅې په ټولیزه توګه ۶۶۶ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، تر دې دمه یې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ۱۰۰ سلنه بشپړې شي. د مالوماتو له مخې دا پروژه له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي.