د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران صادرات نږدې نیمايي کم شوي دي. حسین محمدیان زیاتوي، پنځه کاله مخکې دا صادرات درې میلیارد ډالره و. دغه ایراني چارواکي د سرپرست حکومت او پاکستان اړیکو ته په اشارې ویلي، چې تهران له دې ډلې سره ښه اړیکي لري او که ځینې لارې چارې وسنجول شي، نو ډېر ژر به افغانستان ته د ایران تجارت تر درې میلیارد ډالرو ورسېږي. حسین محمدیان وايي چې په مقابل کې تېر کال له افغانستان هم دغه هېواد ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو صادرات شوي دي.