د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ور سره ژمنه کړې، چې له مرکزي بانک سره به همکاري کوي. د افغانستان مرکزي بانک ادارې د سټیفن روډریګز په حواله لیکلي، چې «ملګري ملتونه د افغانستان له مرکزي بانک سره د بانکدارۍ، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د الکترونیکي تذکرو او یو شمېر نورو برخو کې همکاري کوي.» تر اوسه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له سرپرست حکومت سره د دغه پروګرام د مشر د ژمنو په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان بانک مسوولین په داسې حال کې خلکو او سوداګرو ته د امکاناتو د برابرولو خبرې کوي، چې پرون په کندهار کې د اسعارو د سوداګريز مارکیټ صرافانو ويلي وو، چې د دغه بانک له لوري د جوازونو په برخه کې نوي سخت شرایط نه شي پوره کولی او دغه لوی سوداګريز مارکیټ له کړکېچ سره مخ دی.