د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ویلي، چې د اقلیم په بدلون سره په هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي. د مالوماتو له مخې اقلیمي بدلون ۴۰ سلنه ځمکې زیانمنې کړې او ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي، خو د دې ادارې په هڅو ۲،۸ سلنه ځنګلونه بیا زیات شوي دي. د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، د چاپېریال ساتنې قانون بیاکتنه، د چاپېریال ساتنې پالیسیو تدوین، د پنځهکلن سټراټېژیک پلان جوړول، د هوا درجې کمولو پروګرام جوړول او د چاپېریال ساتنې برخه کې د پروګرامونو پلي کول د دې ادارې لاستهراوړنې دي.