د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کانګو ۱۶ شکمنې پښې ثبت شوې دي. د مسوولینو په خبره، په تېرو دوو میاشتو کې د یاد ولایت ولایتي روغتون ته یو شمېر ناروغانو مراجعه کړې، چې له ډلې یې ۱۶ د کانګو شکمنې پښې ثبت شوي او د دغو ناروغانو له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د روغتیا وزارت ویاند ویلي وو، چې په افغانستان کې د کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده. د یادولو وړ ده، چې د روان کال کې په تېرو ۵ میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته او پکې شپږ کسان مړه شوي دي.