د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ یو کس په خپل شخصي لګښت یوه تخصصي روغتون ته ودانۍ جوړه کړې ده. د مسوولینو په خبره د روغتون دا ودانۍ د سید آباد ولسوالۍ (اونخي درې) سیمه کې د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس وایي، چې دا ودانۍ په عصري او پرمختللي ډول جوړه شوې ده او تیره ورځ رسما عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده. مسوولین وایي، چې دغه ودانۍ کولای شي، د زون په کچه ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي.