د راپورونو له مخې په کابل کې د ماشومانو روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولین وایي، چې په وروستیو ۲میاشتو کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی. د یاد روغتون د ساري ناروغیو د مراقبت څانګې مسوولین وايي چې په تېرو ۲ میاشتو کې نږدې ۶۰۰ ماشومان چې پر شري، چیچک او تور زیړي اخته وو، بستر شوي دي. د یاد روغتون ډاکټران د ماشومانو د بدن معافیت ټيټوالی او ناسمه تغذیه هغه عوامل بولي چې له امله یې ماشومان پر ساري ناروغیو اخته کېږي. دوی وايي چې پر وخت واکسین او سمه تغذیه کولای شي چې پر دې ناروغیو د ماشومانو اخته کېدو مخه ونیسي.