د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق ( یونېسف )نن په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې سږکال ۸ لکه۵۷ زره ماشومان له شدېدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. یاد بنسټ دغه راز ویلي، چې د افغانستان د بشري وجهي صندوق او د سویډن نړۍوالې پراختیایي ادارې په مرسته، دوی په ۲۰۲۳کال کې د درملنې هغه لازم توکي برابر کړل چې له ۵۰زرو ماشومانو سره مرسته کوي، تر څو له شدېدې خوارځواکۍ څخه روغ پاتې شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اټکل له مخې به په ۲۰۲۴کال کې نږدې ۲.۹ مېلیونه ماشومان د منځنۍ او شدېدې خوارځواکۍ سره مخ شي.