عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د کانګو ناورغۍ له امله ۲۰ تنو ژوند بایللی. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې د کانګو ناروغۍ د مې میاشتې په پرتله زیاته شوې او د جون میاشتې له پیل راهیسې ۲۶۵ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۲۰ تنه مړه شوي دي. د انتاني روغتون ډاکټران هم وايي چې په وروستیو اونیو کې د کانګو ناروغانو شمېر زیات شوی چې، په وینا یې اوسمهال په دغه روغتون کې ۴۰ تنه بستر دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په مې میاشت کې ۸۴ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۱۰ تنه یې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.