د قزاقستان په استانه ښار کې د «بایترک» ودانۍ ۲۰۲۴ د جون ۲۹
نړۍ د بدلون او ګډوډۍ یوې نوې مرحلې ته د ننه کیږي، په ټوله نړۍ کې له بو بل څخه د اندېښنې وړ مسلې او ستونزې راپورته کیږي، دا په داسې حال کې ده چې د شانګهای همکاریو سازمان هراړخیزو همکارۍ ډلې په توګه خپل دریځ ساتي څو د سیمهایز پرمختګ، سولې او ثبات سره مرسته وکړي. د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشریزه چې د جولای په ۳-۴ نیټه د قزاقستان په پلازمینه استانه کې تر سره کیږي، زموږ د مقالو ځانګړې لړۍ “په ګډوډه نړۍ کې د شانګهای روحیه” تر نامه لاندې شانګهای سازمان ته له بېلابېلو زاویو ګوري. د لړۍ په دې لومړۍ مقاله کې، یارسولاو لیسووولیک “BRIC, Analytics” بنسټګر، د روسیې د نړیوالو چارو شورا “RIAC” غړی او “CGTN” لپاره د اوسنیو چارو ځانګړی مبصر، په یوروشیا کې د مخ پر ودې هېوادونو په اقتصادي همکارۍ تمرکز کوي. مقاله د لیکوال خپل نظرونه منعکس کوي او په CGTN پورې هېڅ تړاو نه ولري.
په ۲۰۲۴ کال کې به د شنګهای د همکاریو سازمان د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه په قزاقستان کې د جولای له ۳ـ۴مې نیټې پورې د مخ پر ودې اقتصاد په توګه به د سیمهایز سازمان لپاره په یو مهم پړاو کې ترسره شي، چې له دې سره به د پراخو نړیوالو مسلو په اړه د خپلو پالیسیو همغږي کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او پیاوړي کړي، دغه راز د امنیتي ستونزو زیاتوالی، د نړیوال اقتصاد د کچې پر لوړوالي او د ټکنالوژۍ په دګر کې پرمختګونه هم د پام وړ موضوعات دي.
دا ټولې ننګونې به د شانګهای سازمان له غړو څخه د ګډې هڅې غوښتنه وکړي ترڅو د سازمان په اجنډا کې د اقتصادي همکارۍ اړتیا لوړه کړي، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، مالي سکتور، پانګونې، کډوالو، کار او په داسې نورو برخو کې…
په اقتصادي ډګر کې به شانګهای سازمان به په یورواشیا کې د پرمختللي اقتصاد لپاره یو اصلي پلیټ فارم وګرځي، سویل – سویل ته نږدې پرمختللی اقتصاد له شانګهای همکارۍ سازمان سره په همکارۍ په پراخه کچه وده کوي. په 2017 کې د هند او پاکستان له وروسته په 2023 کې د یوروشیا لویه برخه وزن ایران و چې د دې سازمان غړیتوب یې لرلو. په دې ګروپ کې ښایي په راتلونکي کې بیلاروس هېواد وي، چې د شانګاهی هکارۍ سازمان په راتلونکي سرمشریزه کې به ژر تر ژره تصویب شي.
په 2022 او 2023 کلونو کې د اوسنیو دریو څارونکو هېوادونو سربېره د خبرو اترو او ملګرو په لیکو کې د پام وړ پراخوالی هم شتون درلود ترڅو د منځني ختیځ څخه د بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څېر له اقتصادي پلوه غوره هېوادونه شامل کړي.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان او ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د BRICS سازمان له پراخېدو سره سم پرمختګ کړی، چې د يو شمېر هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو او ايران د BRICS غړيتوب او د همکارۍ او ګډون کچه يې لوړه کړې ده. چې SCO او BRICS ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ لپاره زمینه برابروي او په حقیقت کې د سږ کال په BRICS کې روسیه د یوروشیا اقتصادي اتحادیې (EAEU) د SCO او BRICS ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ ملاتړ کوي.
BRICS-SCO-EAEU د نوښت یو ګام بل هم پورته کوي، د شانګهای همکارۍ سازمان سره له خپلو ملګرو د پرمختګ په حال کې دي، یوروشیا د مهم سیمه ایز یوالي لپاره د یو پلټ فارم په جوړولو سره نور هم پراخ کیدای شي، چې SCO سربیره EAEU هم پکې شامل دی چې د خلیج همکارۍ شورا، د بنګال خلیج نوښت همکارۍ لکه تخنیکي او اقتصادي او څو نورو برخو کې سویل ـ ختیځ آسیا ټولنه هم دي.
پراخ شوی پلیټ فارم چې په یوروشیا کې سیمه ایز اصلي ګروپونه سره یوځای کوي، کولی شي د پرمختللو اقتصاددترمنځ د سیمه ایزې سوداګرۍ لپاره یوه لار رامنځته کړي، او د سویل – سویل همکارۍ ” یوالي” د پرمختګ لپاره د کلیدي چوکاټ په توګه کار وکړي.
د قزاقستان په استانه ښار کې د «بایترک» ودانۍ ۲۰۲۴ د جون ۲۹
شانګهای سازمان باید په مالي سکتور کې په یوروشیا کې په لویه کچه د زېربنایي پروژو د تمویل لپاره باید لاس په کار شي، د دې ډول ارتباطي پروژو غوښتنه د منځنۍ آسیا په وچه کې تړلي اقتصادونو لکه قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان څخه د پام وړ ده چې سیمه لا دمخه د چین له وړاندیز شوي یو کمربند او یوې لارې څخه ګټه پورته کوي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان اقتصاد کولی شي د ملي او سیمه ایزو پراختیایي بانکونو لپاره د یو پلان په رامنځته کولو بحث وکړي چې د زیربناوو په برخه کې پروژې تمویل کړي. د سپړلو لپاره بل انتخاب د SCO پراختیایی بانک رامینځته کول دي چې د یوریشیا د “بنسټیزو تشو” په ډکولو کې د نورو پرمختیایي ادارو هڅې بشپړوي.
په یوریشیا کې د امنیتي ستونزو زیاتوالی، له پرمختللو اقتصادونو نه پر ګډوالۍ محدودیتونه او له مهاجرینو سره همکاري او د مهاجرت په بهیر تنظیم کولو کې همکارۍ ته اړتیا ده.
په د سویل – سویل د مهاجرت ځینې خورا د پام وړ بهیر د SCO د اصلي اقتصادونو او همدارنګه د خبرو اترو او ملګرو د لیکو ترمنځ لیدل کیږي، په یوریشیا کې د دې ډول مهاجرو بهیرونه کلیدي “راکړه او ورکړه” جوړه د پاکستان-سعودي اړیکې دي، او د روسیې – منځنۍ آسیا کډوالۍ بهیر دی، دا کار د کډوالۍ په ساحه کې د همغږۍ او هم د فقر او بېوزلۍ په کمولو او متوازن اقتصادي وده کې د منځنۍ آسیا د اقتصادونو لپاره مهم رول لوبوي.
په ټوله کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې اجنډا پراخه ده او په اقتصادي برخه کې به د ډلو د اصلي غړو او د هغوی د شریکانو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي غوښتنه وشي. د دې کال په پاتې برخه کې به دا ډول همغږي نوره هم جدي شي ځکه چې د سویل – سویل سوداګرۍ اړتیا کچې، د پانګونې او مهاجرت بهیر د پرمختللي اقتصاد څخه د مخ په زیاتیدونکي پالنې سره مخ کیږي. وروستۍ غوښتنې ښایي د 2024 په دویمه نیمایي کې په اروپا او متحده ایالاتو کې د ټاکنو په دوره کې د نورو بدلونونو له امله ښه شي.
د شانګهای سازمان سرمشریزه د پرمختللي اقتصاد لپاره یو ځانګړی فرصت وړاندې کوي ترڅو تخنیکي بدلونونو چې په راتلونکو کلونو کې د نړیوال اقتصاد بیا تنظیم او زیاتولو ته لاره جوړه کړي او ورته تیار وي.
که غواړی زموږ سره ګډون و کړی په لاندې پته زموږ سره په اړیکه کې شئ opinions@cgtn.com او یا هم په ایکس موږ وڅارئ @thouse opinions او که غواړي دا ډول تبصرې نورې هم ومومي نو CGTN وڅارئ.