د اروپايي کمېسیون رئیس انتونیو کوستا او د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا ون در لین د نومبر په ۱۲مه نېټه د ایرلینډ په پلازمېنه دوبلین کې د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي سره تر ليدنې وروسته يوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنې په روانه اوونۍ کې د عربي متحده اماراتو په پلازمېنې ابوظبۍ کې د اوکراین کړکېچ په سوله ییزو خبرو کې ګډون کړی و او په راتلونکو اقداماتو کې به یې هم برخه ولري.
اعلامیه وايي، اروپايي ټولنه د اوکراين کړکېچ د سوله ییز بهیر د نوي تمایل هرکلی کوي او په ورته وخت کې به له دغه هېواد سره د مالي او پوځي چارو مرستې دوامدارې وساتي.
په اعلاميه کې ويل شوي، د اروپايي ټولنې مشران به د روانې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د دې ټولنې په ځانګړې سرمشریزه کې د اوکراین لپاره د ۲۰۲۷م کال د پیسو د بېړنۍ راټولونې او پر روسیې د بندیزونو د ۲۲مې لایحې په اړه بحثونه وکړي.































