د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د نومبر په ۱۲مه نېټه رسنیو ته ویلي، چې د ۳۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت محصولات د چین او امریکا د بالمثل تعرفې د کمښت د چوکاټي تړون د دوه اړخیزۍ سوداګرۍ د ثبات لپاره ډېر ګټور دي او د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ ټولنې هم ورته په تمه دي.
هه یا دونګ ويلي، چين او امريکا د بالمثل تعرفې د کمښت د چوکاټي تړون د پلې کولو په اړه نږدې تماس ساتي.
نوموړي د چین او امریکا د اقتصاد او سوداګرۍ د مذاکراتو په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې اوسمهال دواړه خواوې د سوداګرۍ او پانګونې په شمول په ځينو برخو کې د پاملرنې وړ موضوعاتو په هکله نږدې تماسونه لري او لاسته راوړنې به یې په مناسب وخت کې خپرې شي.































