د ترکیې دفاع وزارت د نومبر د ۱۲مې نېټې په ماښام خبر ورکړی، چې یوه ایس-۷۰ نمبر چورلکه یې په ملتیا ایالت کې غورځېدلې، او له امله یې ۴ سرتيري وژل شوي دي.
په ياد خبر کې د چورلکې د غورځېدو د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی او پکې ويل شوي، چې د ترکيې امنيتي ارګانونه د پېښې ځای ته رسیدلي او په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.































