د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ ازبکستان ته د بامیانو ولایت د کچالو صادرات پیل شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د یادې خونې رئیس سید کریم هاشمي او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رئیس دوران وهابوف ازبکستان ته د بامیانږ د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړه کړې ده. د کچالو لومړنۍ جوپه، چې اته باروړونکي موټر پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان د ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده.































