چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

اشرف غني هغه ولسمشر دی چې ارګ نه خوشې کوي

سرچینه: واشنګټن پوسټ ژباړه: وحید فقیري

مې 28, 2019
in لیکنې
0 0

د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د مې په ۲۶مه لیکلي، که څه هم د ۷۰ کلن اشرف غني کاري موده تېره اونۍ پای ته ورسېده، خو هغه اوس هم په ارګ کې ناست دی او د کابل د بوین او کثیف سیند د پاکولو نقشې د کاغذ پر مخ جوړوي.

په داسې حال چې سترې محکمې د غني موده تر سپټمبر پورې وغځوله، خو د غني سیاسي حریفان وايي چې هغه په داسې ‌وخت کې «انارشي او هرج و مرج» ته لمن وهي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي او په وطن کې سیاسي اختلافاتو او قومي نفاق زور اخیستی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي، غني پر مزمنو او دوامداره امراضو اخته دی، خو د هغه پلویان وايي چې غني هڅه کوي چي حکومتوالي ښه کاندي، اداري فساد راکم کړي او سوله تامین کړي. د هرج و مرج مخه ونیسي او د قومي اخ و ډب ممانعت وکړي.

واشنګټن پوسټ دغه راز کاږي چې غني په ۲۰۱۴ ز کال کې د یوې کرغېړنې سیاسي معاملې پر اساس په ارګ ننوت. د قدرت دا وېش د امریکا له خوا هله تایید شو، چې ټاکنې رسوايۍ ته کش شوې او د ټاکنو پایلې له نامعلوم برخلیک سره مخ وې.

د جمهوري ریاست کاندیدان وايي چې غني هڅه کوي، چې بیا د خپل واک مشکوک مشروعیت د څه نور وخت لپاره وغځوي. هغوی له غني څخه غواړي چې استعفا وکړي او قدرت یوه سرپرست حکومت ته خوشې کړي. بل پلو، هغوی د مدني اعتراضونو ګواښ هم کوي.

یادې ورځپاڼې لیکلي، که څه هم غني د افغانستان لپاره د یوه نوي وېژن دعوه کوله، خو په دغو تېرو څو کلونو کې‌ يې خپل زیات محبوبیت له لاسه ورکړی دی؛ ځکه اقتصاد په ټپه ولاړ دی او جنګونه لا زیات شوي دي. بلخوا امریکایانو او طالبانو د سولې د خبرو له پروسې څخه حذف کړی  او طالبان يې د «امریکا ګوډاګی» او مزدور ګڼي. دغه راز، د غني او واشنګټن روابط هم په زیاتېدونکې توګه خراب شوي دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، عادي افغانان د غني د حکومت په اړه سره وېشلي دي. اکثره کابلیان د غني له حکومته ناخوښه دي او زیاتره وايي چې غني غواړي خپله دوره تر نامعلوم وخته پورې وغځوي. د کابل اوسېدونکی سید امین عارف وايي: «د هغه ریاست د قانون خلاف دی. غني هېڅ لاسته راوړنه نه لري او په خلکو کې یې نفاق ښیندلی دی. دا د ده قصور دی چې انتخابات پر وخت دایر نه شول. هغه باید ژر تر ژره قدرت خوشې کړي»، خو د کابل د پوهنتون ۲۴ کلن محصل، عبدالله احمدي وايي، موږ پرته له غني څخه بل اپشن نه لرو؛ ځکه مخالفان پر مذهبي او قومي لیکو باندي وېشل شوي دي.

په ورته وخت کې امریکايي او د ملګرو ملتونو مامورین ټینګار کوي، چې ټاکنې باید په سپټمبر کې وشي؛ ځکه که چېرې ټاکنې بیا وځنډول شي، ژمی راځي او د جمهوري ریاست مقام لا بې اعتباره کېږي، خو ځینې مبصرین د ټاکنو د شفافیت او اعتبار په اړه هم شکمن دي؛ ځکه د ټاکنو کمېسیون پر لانجو اوښتی دی او د پارلماني ټاکنو نتایج لا اوس هم ځینې کاندیدان نه مني.

د جمهوري ریاست لپاره کاندید رحمت الله نبیل وايي: «نن سبا، طالبان تر پخوا ډېر قوي دي او په ملک کې تر پخوا قومي درزونه لا زیات شوي دي. دغه راز د امریکا حمایت تر پخوا کم شوی دی او سیمه ییزه خواخوږي هم لږ شوې ده. که چېرې موږ اوسنی بحران مخکې له مخکې سټاپ نه کړو، د جمهوري ریاست نتایج به خامخا چلېنج شي او دا ځل به هېڅوک بل جان کیري ته غوږ ونه نیسي».

Share10Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In