د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، له افغانپست دولتي شرکت سره یې د څلورو ډیجیټلي سیسټمونو د جوړولو او پلي کولو په موخه څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت تخنیکي مرستیال احمد مسعود لطیفرای ویلي، چې د افغانپست د عملیاتي او مالي چارو د مدیریت او د توکو د زېرمتون د مدیریت سیسټمونه جوړ شوي او اوس ترې ګټه اخیستل کېږي. د نوموړي په وینا، د انلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو د مدیریت سیسټمونه هم د پلي کېدو په حال کې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د افغانپست ډیجیټلي خدمتونه پراخ شي. په ورته وخت کې، د افغانپست مسوولینو ویلي، چې دغه سیسټمونه به د اداري چارو په ښهوالي، د خدمتونو د وړاندې کولو په چټکتیا او د دې شرکت د نړیوالو اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي.































